د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی، چې په کابل کې د بحرېن له سلطانتي بشري خېريه بنسټ سره يې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستې رسولو په موخه يوه هوکړه لاسليک کړې ده.
دې کميشنرۍ په خپله اعلاميه کې ويلي، چې دغه هوکړه د يو ميليون ډالرو په ارزښت ده او له مخې يې به د پکتيکا ګيانو او برمل او دغه راز د خوست سپېرې ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنيو سره د حفاظتي خدمتونو، بېړنيو اړتياوو پوره کولو او د نورو اړينو مرستې رسولو به برخو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ د هڅو ملاتړ کوي.
په کابل کې د يادې کميشنرۍ استازي ليونارد زولو د دغه تړون د لاسليک کولو پرمهال ويلي، چې دا مرستې به په پکتيکا او خوست کې اړمنو کورنيو ته په رڼه ډول ورسېږي.
له دې سره د بحرېن سلطنتي بشري بنسټ رئيس مصطفی السيد ويلي، چې دغه مالي مرسته په ټوله نړۍ کې د نوموړي بنسټ د هڅو په دوام ترسره کېږي او له دې کبله يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمينشرۍ له لارې لګوي، چې دا اداره په هر ځای کې د اړتيا وړ مرستې په چټکۍ سره برابروي.
تېرې جون مياشتې په ۲۲مه سختې زلزلې د پکتيکا ګيان او برمل او د خوست سپېرې ولسوالۍ اړوند سيمې ولړوزلې. په دې ترڅ کې څه باندې زر تنه شهيدان او نږدې ۳زره تنه نور ټپيان شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس