د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، افغانستان ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو پلاوو سفرونه مهم او اغېزناک بللي او ویلي یې دي چې دغه سفرونه کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
قانع زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان، قطر او ترکیه، د ایران له وروستیو تحولاتو اغېزمن شوي او د سیمهییزې سولې او امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار لري.
نوموړي ویلي، له پاکستان سره د افغانستان اختلافونه هم له ترکي او قطري پلاوو سره د لیدنو له مهمو موضوعاتو وو او دواړو لورو د اختلافونو د حل او د اړیکو د ښه والي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس