Home » سیمه او نړی » د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدو سره د تېلو بیې نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې دي
د تېلو بیې

د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدو سره د تېلو بیې نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې دي

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د نوې څپې له پراخېدو سره، د تېلو بیې د پرله‌پسې څلورمې ورځې لپاره لوړې شوې دي.


د رویټرز د راپور له مخې، د چهارشنبې په لومړیو سوداګریزو ساعتونو کې د برنېټ خام تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل ۹۹.۳۳ ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ بیه هم ۱.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۴.۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، د تېلو د بیو له لوړېدو سره، په منځني ختیځ کې د انرژۍ د اکمالاتو د لا ګډوډېدو اندېښنې هم زیاتې شوې دي. د ایران ملاتړو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد ځینې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي او ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. همداراز، په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ کم شوی؛ د سه‌شنبې په ورځ یوازې شپږ سوداګریزې بېړۍ له دې مهمې لارې تېرې شوې، حال دا چې د لسو ورځو اوسط شاوخوا ۱۲ بېړۍ ارزول شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

منظور پښتین: د پښتونخوا او بلوچستان د ظلمونو تر شا د پنجابي‌ جنرالانو او سیاستوالو لاس دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ...