د کونړ او لوګر ولایتونو په ګډون دهېواد په بیلابیلو ولایتونو کې نن یکشنبه جولای ۱۹(دچنګاښ۲۹) دکانکور ازموینې د اخیستلو بهیر رسمآ پیل شو.
په کونړ ولایت کې د ۱۳۹۹ کال د دولسم ټولګیو له فارغیو د کانکور ازموینه د روغتیایي تدابیرو په پام د سېد جمال الدین افغاني پوهنتون په انګړ کې د کانکور ازموینه پیل شوه،
د یاد ولایت سرپرست والي ډاکتر ګل محمد بیدار په ګډون د ولایتي شورا غړو، د ازموینې ملي ادارې پلاوي، پوهنتون استادانو او د شاګردانو استازو له خوا د سوالونو بکسونو په خلاصولو سره پیل شوه، چې درې ورځې به دوام وکړي. د کونړ ولایت سرپرست والي وویل چې کانکور یوه ملي پروسه ده او د شفافیت تضمین لپاره یې ټینګ تدابیر نیول شوي

ښاغلي بیدار زیاته کړه: ” هغه ځوانان چې د کانکور له لارې د لوړو زده کړو مستحقین دي، د واسطې پرته به د زیارونو په اساس د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره پیدا کوي. “
په همدې حال کې د ازموینې ملي اداې تخنیکي چارو سرپرست رییس پوهنیار ارسلاخان حقمل د ازموینې اخیستلو په بهیر کې وویل،چې د شل سلنه ښځینو په ګډون ۴۱۹۰ تنو د ازموینې لپاره نومونه ثبت کړي او له جملې یې ۳۹۰۰ تنو بایو میټریک کړی، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۹/ ۳۰ او ۳۱ مو نېټو به ترې ازموینه واخیستل شي.
بل لوري ته بیا په لوګر ولایت کې هم له شاوخوا ۳۴۶۵ چې ۳۴۰ یې نجونې دي. د کانکور ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وویل، چې د یادې ازموینې د اخیستلو لپاره ښه او قوي تدابیر نیول شوي دي.

د پوهنې سرپرست رئیس د یادې ازموینې لپاره د ولایت مقام، پوهنتون ادارې، کانکور کمېټې او امنیتي مسوولینو له خوا نیول شوي تدابیر وستایل.
سمنګان ، بادغیس ، ارزګان ، پکتیکا ، پنجشیر ، دایکندي ، سرپل ، زابل ، غور ، سمنګان ، فراه ، کندز ، کندهار ، کونړ ، لوګر ، نورستان ، میدان وردګ او نیمروز هغه ولایتونه دي چې نن یې د کانکور آزموینې د اخیستلو بهیر په کې پیل شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس