د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان «ډیلټای» انرژۍ شرکت له یوه پاکستاني شرکت سره د ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې د امکاناتو ارزولو هوکړه کړې ده.
ويل کيږي چې په دې پروژه کې د افغانستان د طبیعي ګازو، په ځانګړي ډول د کشک سیمې د زېرمو د کارولو امکان هم ارزول کېږي.
همداراز اټکل کيږي چې که دا پروژه عملي شي، افغانستان به وکولای شي د خپلو ګازو له صادراتو عاید ترلاسه کړي، د کار زمینه برابره کړي او د سیمې د انرژۍ په بازار کې مهمه اقتصادي ونډه واخلي.
دا د افغانستان لپاره یو نوی اقتصادي فرصت دی، چې په سمه توګه ترې ګټه اخیستل یې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لرلای شي.
ماريا نيازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس