د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي د بلاروس د افغانستان لپاره له نوي غیرمقیم سفیر الکساندر سرگیویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره يې لیدلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو د فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.
سید کریم هاشمي د افغانستان د صادراتي محصولاتو د معرفي کولو او بازارموندنې په برخه کې د بلاروس د همکارۍ غوښتنه کړې او همداراز یې د هېواد د بازار اړتیاوو ته په کتو د نفتو د اړینو توکو د برابرولو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، د بلاروس سفیر د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکتورونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دواړو لورو د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په موخه د اړیکو او ګډو همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس