د ایران د سرو زرو د صنعت ۱۵ سوداګر او فعالان کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان سوداګرو له استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو پانګونو، تولیدي فعالیتونو، د عصري ټکنالوژۍ د لېږد او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور زره د زرګرۍ دوکانونه فعالیت لري او تهران غواړي له افغانستان سره په دې برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
په کابل کې افغان او ایراني سوداګرو د ګډو تولیدي فابریکو جوړول، د مسلکي کارکوونکو روزنه او د پرمختللو ماشینونو لېږد د زرګرۍ صنعت د ودې لپاره مهم بللي دي. هغوی همداراز د پانګونې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د زرګرۍ صنعت وده وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس