د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په پاکستان کې کورني بحرانونه لا پسې زیات شوي دي.
هغه د دغو بریدونو له امله د ملکي وګړو د شهيد کېدو په اړه ویلي چې د کورنیو بحرانونو د حل او له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د پاکستان اوسنۍ تګلاره اغېزمنه نه ده، او د دې تګلارې دوام به هم د ستونزو حل نه وي.
خلیلزاد د خپلې خبرې د لا روښانتیا لپاره یوه بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي: «کله چې یو څوک په کنده کې لوېدلی وي، عاقلانه کار دا دی چې د لا ژورې کیندنې څخه لاس واخلي.»
د امریکا پخواني ځانګړي استازي همداراز ویلي چې پاکستان په هېواد کې د مهمو کورنیو بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو په اړه د خپلې تګلارې بدلون ته اړتیا لري؛ خو نوموړي د پاکستان د اوسني مشرتابه له لوري د دې تګلارې د بدلون په اړه شک څرګند کړی دی.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د پاکستان د اوسنۍ تګلارې دوام به «د پاکستان او افغانستان لپاره د لا ډېرو بدو خبرونو» په معنا وي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس