د جنوبي کوریا حکومت خبر ورکړی چې، د دغه هیواد د دفاع پخوانی وزیر کیم ینګ هاین د ولسمشر یون سوک یول له لوري د پوځي حکومت په اعلانولو کې د ښکېلتیا په جرم نیولی دی.
راپورونه وایې چې کیم ینګ هاین د تېرې چهارشنبې په ورځ د سویلي کوریا د ولسمشر له لوري د پوځي حکومت اعلان ته د توندو غبرګونونو له امله استعفا وکړه.
که څه هم پرون پارلمان ته تر احضار کېدو سربېره، د واکمن ګوند د غړو په ګډون د پارلمان ډېری غړو د سویلي کوریا د ولسمشر د استعفا غوښتنه کړې خو د واکمن ګوند مشر ویلي، تر استعفا وړاندې به له یون سوک یول ځینې مهم واکونه وخلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس