Home » افغانستان » تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي
د پېو (Pew) خپلواک څېړنیز مرکز

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) خپلواک څېړنیز مرکز، چې د دین، ټولنې او نفوسو په اړه څېړنې کوي، په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي.

د دغه مرکز د نفوسو د اټکلونو له مخې، تر ۲۰۳۵ کال پورې به د نړۍ د مسلمانانو شمېر ۲.۵۷ میلیارده او د عیسویانو شمېر ۲.۵۲ میلیارده ته ورسېږي.
د‌ معلوماتو له مخې دغه څېړنيز مرکز د مسلمانانو د نفوس د زیاتوالي عمده لاملونه د نفوس ځوان جوړښت او د زېږون لوړه کچه ياده کړې‌ده. اټکل کېږي چې تر ۲۰۷۰ کال پورې به د مسلمانانو شمېر له ۳.۶ میلیارده واوړي، په داسې حال کې چې د عیسویانو شمېر به شاوخوا درې میلیارده وي.
راپور زیاتوي چې د افریقا په نیمه صحرايي سیمو کې به د دواړو دینونو د پیروانو شمېر په چټکۍ زیات شي. همداراز، د نفوس عمر، د زېږون او مړینې کچه، کډوالي او د دین بدلون د دې وړاندوینې مهم عوامل بلل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...