Home » سیمه او نړی » بېل ګېټس له خپلې مېرمنې جلا شو
رویداد خبري اژانس
بېل ګېټس او میرمنه يي مېلېنډا

بېل ګېټس له خپلې مېرمنې جلا شو

بېل ګېټس پرون دوشنبه (د غویي ۱۳مه نېټه) په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان خپور کړ.


بېل ګېټس لیکلي چې له مېلېنډا سره یې د واده ٢٧ کاله ووتل او دوی درې ګلالي ماشومان هم راوړل او روزل

هغه زیاته کړې، تر ډېره فکر وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل چې نور دا ګډ ژوند پای ته ورسوي.
بېل ګېټس ویلي، د خیریه بنسټ کارونه او فعالیتونه به یې په ټوله نړۍ کې جاري وي.


٦٥ کلن بېل ګېټس د مایکروسافت کمپنۍ خاوند دی.
دی د نړۍ په پنځو تر ټولو شتمنو کسانو کې دی. د فوربس مجلې د راپور له مخې د ده شتمني ١٣٠ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...