Home » سیمه او نړی » ایران یوه تن امریکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

ایران یوه تن امریکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ایران د دفاع وزارت یو کارکونکی چې د امریکا استخباراتو ته په جاسوسۍ محکوم شوی و، اعدام شوی دی.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د سه شنبه په ورځ جولاۍ۱۴مه (چنګاښ ۲۴مه) وویل چې رضا عسکري د خپل ماموریت په وروستیو کلونو کې پر سي آی اې د تهران د بالستیک توغندیو د پروګرام معلومات خرڅ کړي دي.

اسماعیلي د رضا عسکري قضیې ته په اشارې ویلي: “تېره اونۍ مو د یوه بل جاسوس د اعدام حکم چې د هېواد د هوايي قواوو متقاعد کارکونکی و، اجرا کړ.”

په تېره یوه میاشت کې دا د ایران د دفاع وزارت دویم پخوانی مامور دی چې امریکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کېږي. د جون په میاشت کې د وزارت بل کارکونکی جلال حاجي زوار سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

ایراني چارواکو تېره میاشت د محمد موسوي مجد د اعدام حکم د صادر کېدو خبر ورکړ ویې ویل چې مجد “د ایران د مسلح قواوو په اړه” د امریکا او اسرائیلو استخباراتو ته معلومات ورکول. د ایران د قضائیه قوې ویاند ویلي چې د مجد د اعدام حکم تراوسه اجرا شوی ندی.

د ایران حکومت تیرکال اعلان وکړ چې د امریکا استخباراتو ته یې د جاسوسۍ په تور ۱۷ کسان نیولي دي او د هغوي محاکمه روانه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...