د ایران د کرمان د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر، سید مهدي طبیبزاده، ویلي چې هېواد یې هوډ لري د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ د همکارۍ پیاوړی پُل جوړ کړي. هغه د «افغانستان د بازار معرفۍ» په غونډه کې وویل، د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو پېژندل لګښت نه، بلکې پانګونه ده او کرمان کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو مهم مرکز شي.
طبیبزاده زیاته کړه، کرمان د خپل جغرافیایي موقعیت، صنعتي ظرفیتونو او ازادو اوبو ته د نږدېوالي له امله کولی شي د افغانستان د توکو لپاره د لوژستیک، بستهبندۍ او بیاصادراتو په مرکز بدل شي. هغه وویل، افغانستان له ۴۲ میلیونو ډېر نفوس لري او دوانيزو موادو، فولادو، کرنیزو محصولاتو، خوراکي صنایعو، ماشینآلاتو، کانونو او لمریزې انرژۍ په برخو کې د دواړو لورو د همکارۍ پراخ فرصتونه شته.
په همدې غونډه کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، کمالالدین توحید اختریان، هم وویل چې کرمان د خپلو اقتصادي ظرفیتونو له امله د افغانستان سره د همکاریو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي. هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره باید د سوداګرو د تګ راتګ او ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې شي.
افغانستان او ایران
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس