ایراني رسنیو د اسراییلو له استخباراتي ادارې (موساد) سره د همکارۍ په تور د څلورو زندانیانو د اعدامېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د «محمد فرامرزی، محسن مظلوم، وفا آذربار او پژمان فاتحی» په نومونو دا څلور کسان د کردستان د کوملي ګوند غړي وو او نن دوشنبه په «قزل حصار» زندان کې اعدام شوي دي.
راپورونه ښیي چې یاد کسان د عراق د کردستان له لوري په غیرقاني توګه ایران ته دننه شوي وو او غوښتل یې چې په اصفهان کې د ایران د دفاع وزارت اړوند په یوه تولیدي کارخونه کې چاودنه وکړي، خو له عملیاتو وړاندې نیول شوي وو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس