Home » دسته‌بندی نشده » ایران د برید شویو اټومي تاسیساتو د پلټنې لپاره د نوې پروسې غوښتنه کوي
ایران

ایران د برید شویو اټومي تاسیساتو د پلټنې لپاره د نوې پروسې غوښتنه کوي

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر، محمد اسلامي، د چهارشنبې په ورځ، اګست ۲۶مه، رسنیو ته ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) پلټونکو ته به د ایران هغو اټومي تاسیساتو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي چې په وروستیو پوځي بریدونو کې زیانمن شوي، څو چې د دغو ځایونو لپاره د تفتیش نوې کړنلاره جوړه شي.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې د هغو تاسیساتو په اړه د پارلمان له تصویب شوي قانون سره سم عمل کوي چې برید پرې شوی دی. هغه همداراز ټینګار کړی چې د تاسیساتو د امنیت تر بشپړ تأمین پورې به د IAEA پلټنې نه ترسره کېږي.

اسلامي پر اټومي تاسیساتو د وروستیو بریدونو د غندلو په برخه کې د اټومي انرژۍ پر نړیوالې ادارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې IAEA باید د دغو بریدونو په اړه خپل دریځ روښانه کړی وای.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نن د جون ۳۰مه؛ د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده

نن د جون ۳۰مه د ...