د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار محسن رضایي ویلي، تهران د اوکراین پر ضد د ځوابي برید لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و، خو وروسته یې دا اقدام وځنډاوه، ځکه د اوکراین چارواکو د ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید « غير قصدي تېروتنه» وبلله او د پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
رضایي ایراني رسنیو ته ویلي، اوکراین باید د دغه برید بیه ورکړي او ایران به په هر صورت مناسب غبرګون وښيي. هغه ټینګار کړی چې د اوکراین څرګندونې به وڅېړل شي، خو د تهران په وینا د ایران د ملي ګټو پر ضد هر ډول اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.
بل لور ته، اوکراین ویلي چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د ایران د سوداګریزې بېړۍ په نښه کېدل قصدي نه وو او له تهران یې غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي. ایران بیا د پېښې د تاوان او حساب غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د خپلو ملي ګټو دفاع به کوي.
د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۵مه اوکرایني ځواکونو د خزر سمندرګي په یوه پېښه کې د ایران پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د چارواکو په وینا، په برید کې یو سمندري کارکوونکی ووژل شو او بل ټپي شو، خو اوکراین وروسته وویل چې د ایران د ملکي بېړۍ په نښه کېدل غیرقصدي وو.
ایران
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس