د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې د زلزلو له امله زیانمن شوي کسان لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د اوچا د عامه مالوماتو د ملاتړ او مدیریت برخې مشرې اولګا چروکو ویلي، چې که څه هم بشري مرستې اغېزمنې وې، خو دوامداره رغونه دوامدار ملاتړ او په راتلونکي کې ریښتینې پانګونې ته اړتیا لري.
اولګا چروکو: «له زلزلې څلور کاله وروسته، د افغانستان په سوېل ختیځ کې ګڼې کورنۍ لا هم د خپلو زیانونو د جبران هڅه کوي او د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.
د روان کال تر نیمایي پورې د بشري مرستو د ځواب ویلو پروګرام یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوی دی.»
اولګاچروکو همداراز ويلي، که له زيانمو سيمو په بېړنۍ توګه ملاتړ ونشي، نوښايي د دغو کورنیو ستونزې لا پسې ژورې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس