Home » دسته‌بندی نشده » امریکا د سپاه پاسداران د پنځو قوماندانانو د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې
سپاه پاسداران

امریکا د سپاه پاسداران د پنځو قوماندانانو د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران د پنځو لوړپوړو قوماندانانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې د جایزې اعلان کړی دی.

په دې کسانو کې د سپاه پاسداران قوماندان احمد وحیدي، د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه مشر علي عبدالهي، د سپاه د هوايي ځواک د بې‌پیلوټه الوتکو د برخې قوماندان سعید آقاجاني، د سایبري او برېښنايي قوماندانۍ مشر حمیدرضا لشګریان او د استخباراتو ادارې مشر مجید خادمي شامل دي.

د امریکا د «عدالت لپاره د جایزې» پروګرام ویلي، هغه کسان چې د دغو قوماندانانو د ځای یا فعالیتونو په اړه معتبر معلومات ورکړي، د نغدي جایزې ترڅنګ د خوندي ځای ته د لېږدولو او استوګنې له مرستې هم برخمن کېدای شي.
دا اعلان په داسې مهال کېږي چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د روانې جګړې پر مهال د سپاه پاسداران یو شمېر لوړپوړي قوماندانان وژل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مجاهد: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي

د راپورونو پر اساس، د ...