د امريکا په نيو مکسيکو ايالت کې پوليسو ويلي، چې يو افغان وګړی يې په دې ايالت کې د دوو کسانو د وژلو په تور نيولی او څېړنې يې ترې پيل کړي دي.
اسوشيېټيډ پرېس په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې پوليسو د نيول شوي کس نوم محمد سيد او عمر يې ۵۱ کاله ښودلی دی. په راپور کې د پوليسو له قوله ويل شوي، چې پر محمد سيد داسې شک هم شته چې ښايي په نيو مکسيکو کې له وړاندې شوو وژنو کې هم لاس ولري.
د پوليسو يوه ځايي مشر هېرولډ رسنيو ته ويلي، تر اوسه دا نه ده مالومه چې تازه وژل شوي دوه مسلمانان د کرکې په اساس وژل شوي او که د کومې بلې انګېزې له مخې؟
د اسوشيېټيډ پرېس د راپور له مخې، موده وړاندې د محمد سيد لور له يوه شعيه مسلمان سره واده کړی او نوموړی د خپلې لور پر دې پرېکړه غوسه دی.
خو پوليسو ويلي، چې د يادو وژنو او د انګيزې په اړه يې پلټنې دوام لري. د امريکا ولسمشر جوبايډن هم د نوموړي نيول کېدو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دا ډول پېښو ته په امريکا کې اجازه نشته.
محمد سيد له پنځو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس