Home » افغانستان » افغان کرکټ الف لوبډله عمان ته روانه شوه

افغان کرکټ الف لوبډله عمان ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان ابدالیان لوبډله عمان ته روانه شوې ده.

د کرکټ بورډ څخه نن (دوشنبې، د تلې ۱۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې الف لوبډله د هانکانګ او عمان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخېزه لوبلړۍ او د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته روانه شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې سیالیو کې د افغان ابدالیانو تر څنګ، کوربه عمان او هانګ‌کانګ ملي لوبډلې هم ګډون کوي چې موخه یې راتلوونکو سیالیو ته چمتوالی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې له دې سیالیو وروسته د افغان ابدالیانو لوبډله به په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې هم برخه واخلي چې د اکټوبر میاشتې پر ۱۸مه به عمان کې ترسره شي.

د ویلو ده چې «ایمرجېنګ اسیا» یو مهم نړیوال جام دی چې پکې د سیمې ځوانې او نوې راټوکېدلې کرکټ لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...