Home » افغانستان » افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو
ازبکستان

افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو

افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ازبکستان د صادراتو لپاره پر درېیم لوی بازار بدل شوی دی.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د وروستیو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. په دې نوملړ کې روسیه د شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو په لرلو سره لومړی او چین د نږدې ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت دویم ځای لري.

د احصایو له مخې، افغانستان د ازبکستان د صادراتو په برخه کې له قزاقستان، فرانسې او ترکیې هم مخکې شوی دی. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۸۱۷.۸ میلیونه ډالر وو، خو د جون تر پایه دغه رقم شاوخوا ۱۴۳.۷ میلیونه ډالر نور هم زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې،‌ د ازبکستان د ۲۰۲۵ کال د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان د دغه هېواد د صادراتو په مهمو بازارونو کې له وړاندې هم څلورم ځای درلود؛ تېر کال افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۱.۵۳ میلیارد ډالر ثبت شوي وو. د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ نیمایي وروستي ارقام ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د تېر کال په پرتله د لا پراختیا په حال کې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د امریکا سفیر: جمو او کشمیر د هند مهمه برخه ده

په هند کې د امریکا ...