د درمل جوړولو یوه امریکایي شرکت ادعا کړې چې کرونا وایرس ضد واکسین یې جوړ کړي دي.
د مادرنا په نوم دغه شرکت وایي، په څلویښتو کسانو یې د خپلو واکسینو ازموینه کړې او له کوم جانبي عوارض پرته یې په بدن کې د کرونا ضد انټي باډي تولید کړې ده.
د شرکت د مسؤولینو په وینا، په دې اړوند یې حکومت سره معلومات شریک کړي دي.
په عین حال کې د سپینې ماڼۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې مشر آنتوني فاوچي دا یو غوره اقدام بللی دی.
د فاوچي په خبره، یو څه تحقیق ته اړتیا ده او هغه دا چې د انسان په بدن کې د انټي باډي د پاتې کېدو موده نه ده مشخصه خو سره له دې هم دا یو پرمختګ دی چې د واکسینو پایله مثبته وه.
دا مهال په امریکا کې د کرونا وایروس ۳۵۴۵۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او دغه راز ۱۳۹۱۴۳ امریکایان د کرونا له امله مړه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس