Home » افغانستان » یو روسی سوداګر غواړي د کندهار ۵ زره ټنه انار بهر ته صادر کړي
د کندهار انار

یو روسی سوداګر غواړي د کندهار ۵ زره ټنه انار بهر ته صادر کړي

د معلوماتو له مخې، یو روسی سوداګر غواړي د کندهار تر پنځه زره ټنو پورې انار د روسیې، قزاقستان، ازبکستان، جاپان او سویلي کوریا بازارونو ته صادر کړي.

نوموړی وايي، د کندهار انار د لوړ کیفیت او ځانګړي خوند له امله په بهرنیو بازارونو کې د پلور ښه ظرفیت لري، خو د معیاري بسته‌بندۍ نشتوالی یې د صادراتو پر وړاندې مهمه ستونزه ده.
د انارو بڼوال او سوداګر له حکومته غواړي چې د معیاري بسته‌بندۍ ستونزې ته د حل لار پیدا کړي او نړیوالو بازارونو ته د انارو د صادراتو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هڅې روانې دي چې د ځمکنیو او هوايي لارو له لارې بهرنیو بازارونو ته د انارو د لېږد زمینه برابره شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یو اېن اېچ‌سي‌ار: په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۵۸ زره کسانو ته د خوندیتوب خدمتونه وړاندې شوي دي

د کډوالو په چارو کې ...