Home » افغانستان » ډي‌کرو: نړیواله ټولنه باید افغانستان ته شا نه کړي
الکساندر ډي‌کرو

ډي‌کرو: نړیواله ټولنه باید افغانستان ته شا نه کړي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي‌کرو له «فارن پالیسي» سره په مرکه کې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید ۹۵ سلنه کموالی یوه لاسته‌راوړنه بللې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان ته شا ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی؛ اقتصاد یې نږدې ۲۰ سلنه کم شوی، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ دی، له ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلتیاوې لري او په شاوخوا یو نیم کال کې له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر خبرداری ورکړی چې افغانستان ته شا اړول ښايي په راتلونکو پنځو تر لسو کلونو کې له پایلو سره مخ شي. هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره ملاتړ باید د ښځو او نجونو د حقونو د پرمختګ او د مدني فضا د پراخولو لپاره هم وکارول شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ د افغانستان او پاکستان کړکېچ د بحث مهم محور

ټاکل شوی چې د افغانستان ...