د کابل پولیس وایي، د ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د پولیسو او غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د کابل په اتمې ناحیې اړوند سیمه کې تیره شپه د پولیسو او غلو تر منځ نښتو په ترڅ کې یو غل ووژل شو او بل يې ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم د خپل شپږنیمو بجو ناستې په راپور کې ویلي وو، چې د کابل ښار په اتمې ناحيې اړوند سیمه کې د ترهګرانو پټنځای پیدا شو.
دغه راز صالح په دې اړه ویلي وو،چې په دې کور مقناطیسي بمونه ساتل کیدل او نوموړي زیاته کړه چې ورڅخه څلور تنه ترهګران ونیول شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس