د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یوې ترانسپورتي کمپنۍ په رسمي ډول په کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي.
یاد وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترانسپورتي خدمتونو د عصري کولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه یې ياډې ترانسپورتي کمپنۍ ته د انلاین ټکسي خدمتونو د وړاندې کولو جواز هم ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ د «افغان انلاین ټکسي» په نوم خپل فعالیت په کابل ښار کې پیل کړی او ښاریان کولای شي د ځانګړي اپلېکېشن له لارې د اړتیا وړ ټکسي وغواړي او له خدمتونو یې ګټه واخلي.
د مالوماتو پر اساس د «افغان انلاین ټکسي» په نوم یاد اپلېکېشن په ګوګل پلی سټور کې خپور شوی، چې کاروونکو ته دا اسانتیا برابروي څو په انلاین ډول ټکسي وغواړي او خپل ښاري سفرونه په چټک او اسانه ډول ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس