د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۱۹۵ کورنۍ، چې ټولټال ۹۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې له نیمروز څخه د ورېښمو پل له لارې ۱۱۰۲ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تورخم، سپینبولدک او کابل کې ۲۱ کورنۍ، چې ۱۰۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونه یې هم ورکړل شوي دي. همداراز، په همدې ورځ له ۲۷ راستنېدونکو کورنیو سره ټولټال ۲۲۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۴۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون زیاتوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، په دې لړ کې سلګونه ناروغان تداوي شوي او زرګونه خوراکه ډوډۍ هم پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس