د بهرنیو رسنیو په حواله برما کې پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي، چې په پایله کې ۷ کسان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.
راپورونه وايي پولیسو هغه مهال پر لاریونوالو ډزې وکړې کله چې غږیز بمونه او اوښکې بهونکي ګازات د هغوي پر خورولو کار ورنه کړ.
په مرکزي ښار یانګون او یو شمېر نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري دغه زور زیاتی او مرګ ژوبله تر ټولو خونړی او بې سارې بلل شوې.
راپورونه وايي په برما کې حالت د فبروري له لومړۍ راهیسې ګډوډه ده، ځکه پوځیانو کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او ګڼ نور دولتي چارواکي یې بندیان کړل.