د تایلند چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې یې څلور افغان کډوال له جعلي پاسپورټونو سره نیولي دي.
د یاد هیواد د کډوالو ادارې ویلي چې، دغه افغانان یې د ټایلند په پوکت هوايي ډکر کې داسې مهال نیولي چې، غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي.
یادې ادارې زیاته کړې چې په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه او درې نارینه شامل دي.
له دې څه موده وړاندې هم په دغه هیواد کې یو افغان کډوال له جعلي پاسپورټ سره نیولی و.
په ټایلند کې افغانان په داسې حال کې له جعلي پاسپورټونو سره نیول کیږي، چې د تایلند حکومت اعلان کړی چې د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس