ولسمشر غني د ملي شورا استازو او د دوی د کورنیو له غړو سره کتلي.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون پنجشنبې د اکټوبر۸ (تلې۱۷) ماښام د ملي شورا د مجلسونو د استازو او د دوی د کورنیو له غړو سره چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې میلمستیا ته بلل شوي وو.

ولسمشر غني ولسمشرۍ ماڼۍ ته په ملي شورا کې د ولس د استازو د کورنیو د غړو د ورتګ مننه وکړه وې ویل، د جمهوریت ښکلا په دې کې ده چې هر فرد په کې د پرمختګ او خدمت کولو زمینه پیدا کوي.
ولسمشر غني وویل، سوله راتلونکې ده، خو حوصله ولرئ چې باعزته او تلپاتې سوله راشي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس