Home » افغانستان » هند افغانستان ته د توبرکلوز د مخنيوي لپاره ۱۳ ټنه واکسين او اړوند طبي توکي مرسته کړي
INDIA

هند افغانستان ته د توبرکلوز د مخنيوي لپاره ۱۳ ټنه واکسين او اړوند طبي توکي مرسته کړي

هند افغانستان ته د نري رنځ (توبرکلوز) د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۳ ټنه واکسین او اړوند طبي توکي مرسته کړي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د سې‌شنبې په ورځ ویلي، دا مرسته د ماشومانو د واکسین پروګرام د پیاوړتیا او د عامې روغتیا د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې مرستو کې نږدې لس میلیونه د نري رنځ واکسینونه او څه باندې یو میلیون د تیتانوس واکسینونه شامل دي، چې ټاکل شوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو د ساتنې لپاره وکارول شي.

هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره بشري او طبي مرستې کړې دي او په تېرو کلونو کې د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې هم افغانستان ته مرستې لېږلي دي.

د هند لخوا مرستی په داسې حال کې کيږي، چې افغانستان لا هم د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د نري رنځ له جدي ګواښ سره مخ دی، او د واکسیناسیون د پراخېدو اړتیا ډېره احساسېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په ۱۴۰۴ کال کې زرګونو کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ...