د غزې په جګړه ۱۱۵ ورځې واوښتې او د دې جګړې په پایله کې تر ۲۷ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. بلخوا د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د جګړې په دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ستر هدف یې د حماس له منځه وړل دي.
خو حماس بیا د اسراییلو د صدراعظم څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نتانیاهو د بندیانو د تبادلې په اړه د موافقې مخه نیسي.
د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو په یوه بیان کې ویلي چې اوسمهال په اسراییلو کې داسې خلک شته چې په جګړه کې د دوی پر بریا شکمن دي.
هغه زیاته کړې چې اسراییل له غزې څخه د اسراییلي بندیانو بېرته راګرځولو ته لاسرسی نه لري او د عدالت نړیواله محکمه دې دوی نه اړ کوي چې جګړه ودروي.
“اسرائیل د خپل ځان د دفاع حق لري او هیڅوک یې مخه نشي نیولی. د اسراییلو لپاره یو بل قتل عام لاره څاري، نو اړینه ده چې حماس له منځه یوړل شي. موږ له کابینې څخه وغوښتل چې د کورني نظامي صنعت پروګرام فعالولو لپاره نور اقدامات وکړي چې اسراییل ډیر پر ځان بسیا شي.”
نتانیاهو ټینګار کړی چې د دوی هدف د حماس له منځه وړل دي او دا جګړه به د دغه ماموریت تر بشپړېدو پورې دوام کوي.
بلخوا د حماس چارواکو د نتانیاهو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د اسراییلي مشرانو وروستۍ څرګندونې د اسراییلو د دریځ حقیقت څرګندوي او دوی د بندیانو په اړه د یوې هوکړې مخه نیسي.
د حماس سیاسي دفتر د رسنیو مشاور، طاهر النون وايي: “قطر د خپلو خلکو په خلاف د تیري د بندولو او د بندیانو او یرغمل شویو په تبادله کې د لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره خپل فعال سیاسي رول لوبوي. د اسراییلي مشرانو څرګندونې د حقیقت انعکاس کوي، دا د اشغالګر رژیم دریځ دی چې د یرغمل شویو کسانو په اړه د تړون مخه نیسي.”
د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې د اسراییل او حماس د جګړې او پر غزه د اسراییلو د بریدونو له امله تر ۲۷ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس