د پاکستان د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ د مریم نواز د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ، ناامنۍ او تاوتریخوالي پراختیا د پنجاب د ملکي او پوځي مشرانو او بهرنیو ګټو د سیاستونو پایله ده.
هغه زیاته کړې، د پنجاب مشران او بهرني ځواکونه د پښتنو د ځمکو او سرچینو د نیولو او د امریکا د ستراتېژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره پښتانه ځوانان له زدهکړو لرې کړي او د ټوپک کلتور ته یې هڅولي دي.
داوړ همداراز ویلي، په داسې حال کې چې د پنجاب مشران اوس د ترهګرۍ له پراختیا اندېښنه څرګندوي، خو د نوموړي په وینا، همدوی داسې سیاستونه غوره کړي وو چې په خیبر پښتونخوا کې یې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړې، پښتانه له لسیزو راهیسې د دغه وضعیت له پایلو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د پنجاب اعلی وزیرې مريم نواز، تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې په پنجاب کې ډېری ترهګریزې پېښې او ناامنۍ له ګاونډي ایالت څخه طرحه او تنظیمېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس