په ننګرهار کې خبريالان او فعالان د خبريال سېد معروف سادات وژنه خواشينوونکې پېښه بولي او ټينګار کوي چې د نوموړي تروروونکي بايد ژر تر ژره پيدا او د کړې عمل پر سزا دې ورسول شي.
دوی وايي، د معروف سادات وژل کېدل لويه ضايع ده او اسلامي امارت بايد د ورته پېښو چې پايله يې د ظرفيتونو وژل دي، مخنيوی وکړي.
خبريالان او فعالان دې پېښې ته په اشارې سره وېره څرګندوي، که د خبريالانو او فعالانو پر وړاندې وضعيت همداسې روان وي نو د دې احتمال شته چې يو شمېر نور ظرفيتونه هم د هدفي بريدونو قرباني شي.
خبريال او لېکوال سېد معروف سادات پرون شنبه د (تلې په ۱۰مه) د جلالاباد ښار درېيمې ناحيې اړوند پنځم واټرپمپ سیمه کې د نامالومو وسلهوالو له لوري پر ډزو ووژل شو. له نوموړي سره يو ځای د هغه يو کوچنی زوی هم ټپي شوی دی.
د پيښې عيني شاهدانو بيا رسنيو ته ويلي چې له سېد معروف سادات سره يو ځای درې تنه نور هم چې د هويت په اړه يې مالومات نشته، وژل شوي دي.
دوی زياته کړې چې وسلهوال برېدګر تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس