د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې غور ولایت کې یو شمېر خلک د دې ولایت د والي پر ضد راټول شوي و او لاریون یې وکړل.
لسګونه لاریونوال په مرکز فیروز کوه کې راټول شوي و او د والي د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله.
مظاهره کوونکو د غور والي نور محمد کوهنورد په بې کفایتۍ تورن کړ.
راټول شوي خلک وویل والي کوهنورد د امنیتي ادارو سره سمه همغږي نه لري چې دا حالت د عامو خلکو او نظامیانو د وژلو لامل شوی.
مظاهره چیانو د والي کاري دفتر وتاړه او همدا راز یې یوه پریکړه لیک خپره کړه، پکې د حکومت څخه غوښتل شوي و چې د د وي غږ دې واوري.
تر دا مهاله د غور والي په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
لاریونوال په غور کې نا امنۍ اندیښمن کړي، دوي وايي په دې وروستیو کې چاودنو او مرګونو پیښو لسګونه تنه وژلي دي چې دا حالت نور د منلو نه دي.