د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د متحده ایالاتو سره خبرو کولو ته چمتو دي، خو زیاتوي چې دا مذاکرات باید د «حد اکثر» فشار لاندې ونه شي.
عباس عراقچي پرون (شنبې، د سلواغې ۲۰مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو لرې کېدل مذاکراتو ته اړتیا لري او زیاتوي چې دا مذاکرات د «اعظمي فشار پالیسۍ» له مخې نه شي کيدای، ځکه د هغه په قول دا به خبرې اترې نه، بلکې د تسلیمېدو یوه بڼه وي.
د ایران دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې فبرورۍ میاشتې په څلورمې نېټې وویل چې پلان لري د ایران پر ضد د “حد اکثر فشار” پالیسي له سره غوره کړي.
ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو په هدف د یو یاداښت لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل چې دا کار د هغو شکونو له مخې کوي چې ایران کوښښ کوي اتومي وسلې جوړې کړي، خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ښایي له دې پالیسۍ ډېر لږ کار واخیستل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس