Home » سیمه او نړی » شمالي کوریا د اټومي سرګلولې وړتیا لرونکو ستراتیژیکو کروز توغندیو ازموینه وکړه
شمالي کوریا

شمالي کوریا د اټومي سرګلولې وړتیا لرونکو ستراتیژیکو کروز توغندیو ازموینه وکړه

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د خپرېدونکې سرګلولې لرونکي ستراتیژیک کروز توغندي ازموینه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا د توغندیو ادارې ویلي، چې په دې ازموینه کې د توغندي د الوتنې ځانګړنې او د عمودي مسیر له لارې د هدف ویشتلو وړتیا ارزول شوې ده.

د شمالي کوریا چارواکو ادعا کړې، چې دغه توغندی د منځنۍ کچې خپرېدونکې سرګلولې په لرلو سره د پنځو تر شپږو هکتارو پورې سیمه په نښه کولای شي.

د راپور له مخې، د توغندي د هدف ویشتلو وروستۍ مرحله کې د مانور وړتیا هم ښه شوې، څو د هدف د سیمې له طبیعي او جغرافیایي ځانګړنو سره سم برید ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دې ازموینې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مارکو روبیو د افغان ملکي وګړو پر وړاندې د پاکستان د بریدونو دفاع کړې

د امریکا د بهرنیو چارو ...