د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په دې وروستیو کې هدفي بریدونه د سولې مذاکراتو پر میز د ډېر امتیاز اخیستلو لپاره کوي.
سرور دانش تیره ورځ په یوه کنفرانس کې وویل چې د هېواد دښمنان د ډموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او بشري حقونه په نښه کوي.
دانش زیاتوي د نظام دښمنان د هدفي وژنو په تر سره کولو سره غواړي په خلکو کې ویره خپره کړي او غواړي چې د خلکو او حکومت ترمنځ لرېوالی رامنځته کړي.
ښاغلي دانش وویل د هدفي وژنو یو لامل همدا دی چې طالبان غواړي د مذاکرې پر میز امتیاز واخلي او یا هم د سولې پروسه له کړکیچ سره مخامخ کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال همدا راز زیاته کړه چې د سولې دویم پړاو مذاکرات باید په ټاکلي وخت پیل شي، نوموړي وویل افغان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل ښه نیت څرګند کړی دی.
سرور دانش وايي طالبانو له امریکا سره د سولې د توافق پر خلاف د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې او دغه راز له تروریستي ډلو سره د پریکون په برخه کې یې هم هیڅ اقدام نه دی کړی.