Home » افغانستان » زابل کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه سوداګریز مرکز جوړېږي
زابل

زابل کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه سوداګریز مرکز جوړېږي

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه پانګوال له لوري پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ستر سوداګریز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مالوماتو پر اساس د دغه مرکز د جوړېدو چارې به د یو نیم کال په موده کې بشپړې شي. چارواکي وایي، دا پروژه به د سوداګرۍ ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې هم د پانګونې او پراختیا لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، عطاالله عمري د يادې پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي: “حکومت په هېواد کې د صنعت، کرنې او نورو اقتصادي برخو د پراختیا لپاره پانګوالو ته اسانتیاوې برابروي او په ۳۴ ولایتونو کې ورته ځمکې ځانګړې کوي.”

همداراز د زابل والي ملا شیر محمد شریف هم ويلي: “دا لومړی ځل دی چې په زابل کې پر دومره پراخه ځمکه سوداګریز کمپلکس جوړېږي”

په ورته مهال د یاد کمپلکس پانګوال دلاور کوچی وایي: “په لومړي پړاو کې به سل میلیونه افغانۍ پانګونه وکړو له ۳۰۰ جریبه ځمکې څخه ۱۵۰ جریبه کرنې او پاتې برخه سوداګریزو فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده. په دغه کمپلکس کې به ۲۰۰ هټۍ، د وچې او تازه مېوې شل مارکېټونه، د پروسس مرکزونه، هوټل، روغتون، د پټرولو پمپ، ټرانسپورټي سیستم، جومات او نورې اسانتیاوې جوړې شي.”

لخوا مسئولينو پر نورو پانګوالو هم غږ کړی چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د دوی په خبره دغسې رغنيزې چارې د زابل د اقتصادي ودې او د ګڼو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول لوبولی شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف ...