رویټرز خبري اژانس د دوو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تهران په خپلو پوځي تاکتیکونو کې بدلون راوستی او د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو یې بریدونه زیات کړي دي.
د راپور له مخې، د دې اقدام موخه د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو لوړ ساتل او د نومبر په میاشت کې د امریکا پر منځمهالو ټاکنو اغېز اچول دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایران په خپلو نویو پوځي تاکتیکونو کې د بېپیلوټه الوتکو او نورو لارو په کارولو سره د سوداګریزو بېړیو په نښه کول زیات کړي دي.
راپور زياتوي چې یوه امریکایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ایران د رادارونو د وړتیاوو تر زیانمنېدو وروسته، د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواکونه په کوچنیو بېړیو کې له بېوسلې څارونکو څخه د احتمالي هدفونو د پېژندلو لپاره کار اخلي.
راپور کې دا هم راغلي، چې تهران غواړي خپل عملیات د هرمز له تنګي هاخوا د عمان سمندر او د قطر او متحده عربي اماراتو نږدې اوبو ته هم وغځوي. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه بېړۍ چې د ایران له لوري لګول شوي محدودیتونه نقضوي، ښايي ډېر ژر د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ونه لري او تنګی پرې په بشپړ ډول وتړل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس