Home » افغانستان » روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی
صادرات

روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی

رویترز راپور ورکړی چې روسیې د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ټولیز ډول ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل مرکزي اسیا هېوادونو او افغانستان ته صادر کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پر مهال د روسیې د ډیزلو صادرات شاوخوا ۲.۶ میلیونه ټنه وو، چې د روان کال په صادراتو کې لږ کموالی ښيي.

د رویترز د راپور له مخې، روسیې د اګست په میاشت کې مرکزي اسیا ته د ډیزلو صادرات د پام وړ زیات کړي او قزاقستان، قرغزستان، مغولستان او تاجکستان ته یې له ۳۷۰ زره ټنو څخه ډېر ډیزل صادر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر ډیزلو د صادراتو محدودیتونه تمدید کړي، خو بیا يې هم سیمې ته صادرات زیات کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

UN-Habitat: د نړۍ د پاکولو نړیواله ورځ سږ کال د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي تمرکز کوي

د ملګرو ملتونو د بشري ...