د کرکټ نړیوالې شورا (ICC)د نړۍ د غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړې چې پکې د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کې ځای نیولی.
راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۶۸۷ امتیازونو سره د پاکستان شاهین افریدي وروسته کړی او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په دې درجه بندۍ کې د جنوبي افریقا لوبغاړی کیشاف مهاراج له راشد خان او شاهین اپریدي وروسته د نړۍ درېیم غوره توپ اچوونکی شو.
دغه راز په دې درجه بندۍ کې د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی رحمن الله ګربز د ۵۰ اوریزه لوبو په توپوهنه کې اووم ځای او په شل اوریزو لوبو کې لسم ځای ساتلی دی.
همدارنګه، د افغانستان بل لوبغاړی محمد نبي د «الرونډرانو»په برخه کې خپل لومړی ځای ساتلی او راشد خان هم په دې برخه کې د نړۍ په درېیم ځای کې پاتې شوی دی.
د افغانستان ملي لوبډله د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بدلون نه دی کړی او لا هم په ترتیب سره په دولسم او لسم ځای کې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس