نن شنبه د لړم ۱۷ مه باندې دفاع وزارت چارواکي یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محب الله او د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مشر په ګډون د طالبانو یوه ډله د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې راټول شوي و او پلان یې درلود چې د نادعلي ولسوالۍ پر ځینو برخو برید وکړي.
اعلامیه زیاتوي امنیتي ځواکونه د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره ددې پلان مخنیوی کړی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګدون ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې د هلمند لپاره د طالبانو والي محب الله مشهور په صداقت مو ټپی کړی دی.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په برید کې د وسلوالو زياتې وسلې، مهمات او ۶ عرادې موټر له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.