Home » افغانستان » دفاع وزارت: په ختیځ زون کې مو د طالبانو تر ټولو لوی مرکز ونیوه

دفاع وزارت: په ختیځ زون کې مو د طالبانو تر ټولو لوی مرکز ونیوه

د افغانستان دفاع وزارت نن (سه شنبه ۱۳۹۹ د کب ۱۲مه) په یوه اعلامیه کې وايي تېره ورځ کومانډو ځواکونو د عملیاتو په دوام د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز ونیوه.

په اعلامیه کې راغلي چې امینتي ځواکونو لومړی دغه مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوسته او بیايي له دې مرکز څخه وسلې او تجهیزات لاسته راوړل.

دفاع وزارت همدارنګه وايي د طالبانو یوه اندازه نشه یي توکي هم له منځه یوړل شول.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو له همدې مرکزه په ختیځ زون او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې ترهګریز بریدونه طرحه او ترسره کول.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...