Home » افغانستان » د کابل-کندهار پر لویه لاره په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د قربانیانو شمېر ۱۳۷تنو ته لوړ شو

د کابل-کندهار پر لویه لاره په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د قربانیانو شمېر ۱۳۷تنو ته لوړ شو

د غزني روغتیایي مسوولان واېي، د دغه ولایت د مرکز اړوند شهباز او د اندړ ولسوالۍ اړوند ناني سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه مړه شوي او ۸۵ تنه نور ټپیان دي.

د غزني د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک وایې چې، تېره شپه(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ) لومړۍ پېښه د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او ټانکر موټرو ترمنځ او دغه راز دویمه پېښه د ۴۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او د یوه ټېلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.    

د نوموړي د مالوماتو له مخې په دواړو ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.

 له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي چې مسوولان یې، لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو د موټرچلوونکو نه خبرتیا په ګوته کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...