Home » افغانستان » د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه.

د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي وسلوالو د کاپیسا ولایت مدني فعاله او د ښځو حقونو فعاله  فرشته کوهستاني ووژله.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل فرشته د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ په عزت خیلو کلي کې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو سره وژل شوې.

ارین زیاتوي په یاده پېښه کې د فرشته کوهستانۍ ورور ټپي شوی دی.

د دې برید پړه تر اوسه کومه وسلواله ډله نه ده منلې.

موده وړاندې فرشته کوهستاني پر خپل فیسبوک کې لیکلي و چې له ګواښونو سره مخ ده، له امنیتي مسولینو یې غوښتي و چې امنیت یې وساتي.

د هدفي وژنو په دېریدو سره د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټې له حکومته غوښتنه کړې چې د هدفي وژنې مخه دې ونیسي.

د کمېټو غړو دا هم ویلي چې حکومت دې د بشري حقونو د فعالانو امنیت تامین کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...