Home » افغانستان » د ژمي په درشل کې د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي او د بازار اړتیاوو پر پوره کولو ټینګار وشو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د ژمي په درشل کې د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي او د بازار اړتیاوو پر پوره کولو ټینګار وشو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو تخصصي کمېټې په یوه ناسته کې د ژمي په درشل کې د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي او د بازار اړتیاوو د پر وخت پوره کولو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، چې د کمېټې رئیس الحاج وحیدالله عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه، د اوړو، غنمو او غوړیو په ګډون د لومړنیو خوراکي توکو د وارداتو پر چټکتیا او په بازار کې د عرضې پر ثبات ټینګار وشو.
ياده ناسته کې ګډونوالو له هند او پاکستان څخه د وریجو د وارداتو پر وړاندې شته ستونزې هم څېړلې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو ادارو سره پر خبرو اترو او همغږۍ ټینګار کړی.
همدارنګه د کابل ښار په ورودي دروازو کې د درنو باروړونکو موټرو لپاره د تم‌ځایونو جوړولو طرحه هم څېړل شوې او د خوراکي توکو د لېږد او عرضې پر بهیر یې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده شوې.
د معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو تخصصي کمېټې غړو د درنو باروړونکو موټرو د تم‌ځایونو د طرحې د بیا کتنې، د وارداتو د اسانتیا او په ژمي کې د خوراکي توکو د اړتیاوو د پر وخت پوره کولو لپاره د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خبرو اترو اووم پړاو ترسره کړ

د هند د بهرنیو چارو ...