Home » سیمه او نړی » د ډانلډ ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړيوالې محکمې بندیزونه لګولي
د جرمونو پر نړيوالې محکمه

د ډانلډ ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړيوالې محکمې بندیزونه لګولي

رویټرز د راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د اکتوبر پر ۹مه د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي دي. چې دې اقدام له اروپایي متحدینو سره د واشنګټن د ډیپلوماټیک کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې دغه بندیزونه غندلي او هغه یې د قانون پر حاکمیت او نړیوال حقوقي نظم برید بللی دی. محکمې ویلي، چې دا بندیزونه د هغې د فعالیتونو د ګډوډولو او د هغو کسانو د وېرولو هڅه ده چې له محکمې سره کار کوي یا ورسره همکاري کوي. خو محکمې ټینګار کړی، چې د دغو فشارونو له امله به له خپل ماموریت څخه لاس وانخلي.
بلخوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی او نړیواله محکمه یې یوه سیاسي اداره بللې ده. نوموړي ادعا کړې، چې دغه محکمه د ملي حاکمیت او په ټوله نړۍ کې د قانون‌پالو ډیموکراسۍ لپاره جدي ګواښ دی.
محکمې له خپلو غړو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې یې ملاتړ وکړي او د فعالیتونو د دوام لپاره ورسره همکاري وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا حکومت د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګوي؛ واشنګټن تر دې وړاندې هم د دغې محکمې پر ځینو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي وو.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ د ښوونکي د رول، حقونو او ملاتړ پر اهمیت ټینګار

د اکتوبر ۵مه هر کال ...