راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پلټنېزو عملیاتو پر مهال ۱۳ افغان کډوال نیولي، چې اته تنه یې ښځې دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نیول شویو افغانانو د پلټنو پر مهال د استوګنې معتبر اسناد نه دي وړاندې کړي او پولیسو وروسته د اسلاماباد په H-9 سیمه کې د کډوالو د توقیف او بېرته ستنولو مرکز ته لېږدولي دي.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بېاسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان له مخې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړه. دغه بهیر وروسته پراخ شو او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او د افغان کډوالو نورې ډلې هم پکې شاملې شوې.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس