د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان کډوال خوشې شوي دي.
دغه وزارت د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کسان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) افغانستان ته راستانه شول.
د کډوالو چارو وزارت د تورخم د پولې د چارواکو په حواله ویلي چې دغه کسان له دې امله نیول شوي چې پاکستان ته د تګ قانوني اسناد یې نه لرل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ۱۵ افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له زندان څخه راخوشې شوي، هر یو یې د پېښور په زندان کې له ۱۵ ورځو څخه تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.
د کډوالو وزارت زیاته کړې چې د پېښور له زندان څخه په خوشې شویو کسانو کې درې داسې کسان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس